په پاكستان كې د امريكايي الوتكو هوايي بريد

د پاكستان د قبايلي سيمې كرمې اينجسۍ په مربوطاتو كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو د هوايي بريد په پايله كې لږ تر لږه ۳ تنه وسله وال اورپكي وژل شوي دي.

808091
په پاكستان كې د امريكايي الوتكو هوايي بريد

 

د پاكستان د قبايلي سيمې كرمې اينجسۍ په مربوطاتو كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو د هوايي بريد په پايله كې لږ تر لږه ۳ تنه وسله وال اورپكي وژل شوي دي.

د سيمې د امنيتي چارواكو د معلوماتو پر اساس په بريد كې يو كور په نښه شوى و چې ويل پكې د اورپكو د شتوالي په اړه معلومات ترلاسه شوي وو.

پدې وروستيو كې د افغانستان او جنوبي آسيا په اړه د ټرمپ د ادارې د نوې تګلارې تر اعلانېدو وروسته د پاكستان په خاوره كې پر اورپكو باندې بريدونه زيات شوي دي.

تېره كال د پاكستان د بلوچستان په ايالت كې امريكايي بې پيلوټه الوتكو د طالبانو پخوانى مشر ملا اختر محمد منصور هم وژلى و.

پاكستاني چارواكي د دوى په خاوره كې د امريكا لخوا هوايي بريدونه د ملي حاكميت نه سرغړونه بولي او مخالفت يې كوي.



اړوند خبرونه