د پنجاب د لیه په ولسوالۍ کې ټرافیکي پيښې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
په پنجاب کې ګړندی بس د ټرکټور سره وجنګید
د پاکستان د پنجاب ایالت د لیه په سیمه کې ټرافیکي پیښې نږدې ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د لیه ولسوالۍ نه د راولپنډۍ پر لورې روان یو ګړندي بس موټر د ټرکټور د ټرالۍ سره وجنګید.
په پیښه کې لږ تر لږه ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۲۳ تنه نور ټپیان شول.
د پیښې د رامنځته کیدو نه وروسته سمدلاسه روغتیايي او د ژغورنې ډلې سیمې ته راورسیدې. د پیښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د سیمې پولیسو ویلي دي چې د پیښې د قربانیانو نه ۷ تنه يي د بس په چت باندې سواره کسان ول.
د پولیسو په وینا پیښه هله رامنځته شوه چې د بس چلوونکي د ډیر سرعت له امله کنټرول د لاسه ورکړ او مقابل لوري نه د راوان ترکټور د ټرالۍ سره د جنګیدو نه وروسته د یوې ونۍ سره وجنګید.
روغتیايي ډلو بیا ویلي دي چې پیښه د لیه ولسوالۍ د کروړ روډ د جنګل پلي سیمې ته نږدې رامنځته شوې ده .