ایران د خپلې خاورې نه په سوریې د توغندیو بریدونه وکړل.
ایران د تهران د بریدونو د غچ اخیستو په خاطر د داعش ترهګرې ډلې په مرکزونو بریدونه وکړل
ایران د خپلې خاورې نه په سوریې د توغندیو بریدونه وکړل.
د ایران د انقلاب ساتوونکو ځواکونو د سوریې د دیرزور په ښار کې د داعش ترهګرې ډلې په هدفونو د لرې واټن توغندیو بریدونه وکړل.
د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو اړوند د سپاه نیوز په انټرنټ پاڼه کې د خپور شوي خبر له مخې ایران په تهران کې د ترهګریزیو بریدونو د غچ اخیستو په خاطر د کرمان شاه او کوردستان د ولایتونو نه د سوریې د دیروزور په ښار د مځکې نه مځکې د توغندیو بریدونه کړي دي.
ایران ویلي دي چې ددې بریدونو سره يي داعش ترهګرې ډلې ته ستر زیانونه اړولي دي.
د ویلو ده چې داعش ترهګرې ډلې د روانې جون میاشتې په ۷ مه نیټه په پلازمینه تهران کې د پارلمان په ودانۍ او د نوموړي هیواد د دیني مشر خمیني په زیارت ډله ییز بریدونه وکړل. د ایران په نوموړو بریدونو کې د ۵ تنو برید کوونکو په ګډون ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.