احمدي نژاد بيا نوماند دى!

د ايران پخوانى ولسمشر محمود احمدي نژاد د ولسمشرۍ د راتلونكو ټاكنو لپاره يو ځل بيا نوماند شو.

711384
احمدي نژاد بيا نوماند دى!

 

 

دا په داسې حال كې ده چې احمدي نژاد پخوا د نومانېدلو په اړه څه نه وو ويلي. همداراز ددې هېواد ديني مشر آيت الله علي خامنه ايي هم نوموړي ته توصيه كړې وه چې بيا نوماند نشي.

خامنه ايي د تېر كال د سپتمبر په مياشت كې په تهران كې يوې غونډې ته وينا پر مهال د احمدي نژاد د نوم د اخيستلو پرته وويل چې د هېواد د ګټو په نظر كې نيولو سره د ولسمشرۍ په راتلونكو ټاكنو كې د نوموړي د نه ګډون توصيه مې كړې وه.

په ايران كې د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپاره اشخاص لومړى بايد د اساسي قانون د ساتونكې شورا لخوا هم تاييد شي. كه چېرې نوموړى په رسمي توګه نوماند شي نو په هېواد كې به سياسي موازنه يو ځل بيا بدله شي.

ټاكل شوې ده چې په ايران كې د مې د مياشتې په ۱۹مه نېټه د ولسمشرۍ ټاكنې ترسره شي.



اړوند خبرونه