د پاکستان د خیبرپښتونخوا په مرکز پیښور ښار کې چاودنه وشوه.
د پاکستان د خیبرپښتونخوا په ایالت کې دویمه چاودنه وشوه
672965
د پاکستان د خیبرپښتونخوا په مرکز پیښور ښار کې چاودنه وشوه.
د پاکستاني خبري رسنیو د خبر له مخې چاودنه د پیښور د حیاب آباد سیمې په پنځم فیز کې شوې ده .
چاودنه د پیښور د پراختیايي ادارې ترڅنګ شوې ده . په چاودنه کې ۲ تنه مړه او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پیښې ټپیان د حیات آباد میډیکل کمپلکس روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
عینې شاهدانو ویلي دي چې د برید موخه دولتي کارکوونکو موټر وو.
د پیښې نه وروسته پولیس او روغتیايي ډلې سیمې ته ورسیدې.
د یادولو وړ ده چې نن د سهار په ساعتونو کې د پيښور د مهمند ایجنسۍ په سیمه کې کې هم د دولتي کارکوونکو او سیاستوالو د مینې په مخکې ځانمرګی برید شوی وو چې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.