د پاكستان – هندوستان پر پوله وسله واله نښته

د پاكستان – هندوستان په ګډې پولې باندې د پرونۍ نښتې په پايله كې لږ تر لږه ۳ تنه پاكستاني سرتيري وژل شوي دي.

671576
د پاكستان – هندوستان پر پوله وسله واله نښته

 

 

د پاكستان د اوردو د خبري سرچينو د معلوماتو پر اساس ۳ تنه سرتيري چې تېره ورځ  په پوله باندې د هندي سرتېرو په بريد كې ټپيان شوي ول، وژل شوي دي.

دا پېښه په پوله باندې د بيمبر سيمې ته نږدې د توب په برخه كې رامنځته شوې ده. ويل كيږي چې پاكستاني سرتېرو هم ځوابي ډزې كړي دي.

د پاكستاني ځواكونو د معلوماتو پر اساس يواځې په ۲۰۱۶م كال كې هندي لورې ۱۸۷ ځله اوربند مات كى دى چې په پايله كې ۱۹ تنه ملكي وګړي وژل شوي او ۸۰ تنه نور ټپيان شوي دي.



اړوند خبرونه