د مسلمانانو په اړه د ټرمپ د پرېكړو په اړه د ايران لومړنى غبرګون

ايران ولسمشر حسن روحاني د امريكا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هغې پرېكړې په اړه چې له مخې يې د ايران په ګډون د يو شمېر مسلمانانو هېوادونو د هېوادوالو لپاره امريكا ته د ورتګ مخنيوي كوي، څرګندونې وكړې.

663539
د مسلمانانو په اړه د ټرمپ د پرېكړو په اړه د ايران لومړنى غبرګون

 

د ايران ولسمشر حسن روحاني د امريكا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هغې پرېكړې په اړه چې له مخې يې د ايران په ګډون د يو شمېر مسلمانانو هېوادونو د هېوادوالو لپاره امريكا ته د ورتګ مخنيوي كوي، څرګندونې وكړې.

روحاني ډانلډ ټرمپ په سياست كې په بې تجربه ګۍ تورن كړ او زياته يې كړه چې د نورو هېوادونو د هېوادوالو د ويزو لغوه كول د هغه بې تجربې سياسي څېرې كار دى چې نوى يې سياست ته ګام اخيستى وي.

د ايران د دولتي ټلوېزيون د خبر له مخې روحاني چې په تهران كې يوې غونډې ته وينا اوروله څرګنده كړه چې `` نن د خلكو د جلا كولو ورځ نه ده. د نورو هېوادونو د هېوادوالو د ويزې لغوه كول د هغه چا كار دى چې نوى يې سياست ته ګام اخيستى وي. تر هغه پورې چې سياست زده كوي هم خپل ځان ته او هم نورو ته به زيان ورسوي.``

روحاني زياته كړه چې د ټرمپ د پرېكړې موخه د ايراني ولس منزوي كول دي. پدې ډول د امريكا هغه څرګندونې هم دروغ دي چې ګواكې د ايران د دولت پر وړاندې دي خو له خلكو يې ملاتړ كوي.

د امريكا متحدو ايالتونو د جنورۍ په ۲۷مه نېټه د يوې پرېكړې له مخې د ايران په ګډون د ۷ مسلمانو هېوادونو هېوادوال د ۱۲۰ ورځو لپاره امريكا ته د ننوتلو منعه كړي دي.

دا لومړى ځل دى چې ايران پدې اړه غبرګون وښود.



اړوند خبرونه