په پاکستان کې د کښتۍ جوړولو په فابریکه کې په یوه کښتۍ کې اورلګیدنه رامنځته شوه
په پاکستان کې یو ځل بیا په کښتۍ کې اورلګیدنه رامنځته شوه
647124
د پاکستان د بلوچستان ایالت د ګډاني په سیمه کې د کښتۍ جوړولو په فابریکه کې په یوه کښتۍ کې اورلګیدنه رامنځته شوه.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په کښتۍ چې پداسې حال کې اورلګیدنه رامنځته شوه چې څه باندې ۱۰۰ تنو کارګرانو يي په منځ کې کار کولو.
د پیښې نه سمدلاسه وروسته د اور وژنې ډلې سیمې ته رسیدلي دي.
پولیسو ویلي دي چې اور وژونکې ډلو ډیری کارګران ژغورلي دي . په پیښه کې د یو تن د وژل کیدو او پنځو تنو د لادرکه کیدو نه نه خبر ورکړ شوی دی .
د یادولو وړ ده چې د تیر کال د نوامبر په میاشت کې په یاده شوې سیمه کې د کښتۍ جوړولو په فابریکه کې د تیلو ټانکر په کښتۍ کې اورلګیدنه رامنځته شوې وه چې له امله يي ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او ۵۸ تنه نور ټپیان شوي وو.