د ترکیې امنیتي ځواکونو ۴۸ تنه ناقانونه پاکستاني کډوال له مرګه وژغورل.
په بوردروم ښار کې ۴۸ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول
د ترکیې امنیتي ځواکونو ۴۸ تنه ناقانونه پاکستاني کډوال له مرګه وژغورل.
د ترکېې د موغلا ولایت د سواحلو امنیتي ځواکونو د نوموړي ولایت د بودروم په ولسوالۍ کې ۴۸ تنه ناقانونه پاکستاني کډوال چې یونان ته د تیریدو هڅه کوله ونیول.
د موغلا ولایت د امنیتي سرچینو د خبر له مخې ، د سواحلو د امنیت ځواکونو په بودروم ولسوالۍ کې د نوموړو ۴۸ تنو کډوالو په اړه چې غوښتل يي د یوې کوچنۍ کښتۍ په واسطه د سمندر له لارې یونان ته تیر شي راپور ترلاسه کړ.
امنیتي ځواکونو د راپور د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته عملیات پیل کړل او یاد شوي کسان يي ونیول.
امنیتي ځواکونو یاد شوي کسان چې د ژمې پدې سړه هوا کې غوښتل د کوچنۍ کښتۍ سره د خپل ژوند په بیه یونان ته تیر شي وژغورل.
یاد شوي کسان پداسې حال کې ونیول شول چې په سمندر کې د یونان پر لورې د حرکت په حال کې ول.
نیول شوي کسان د موغلا ولایت د امنیې قومندانۍ د بهرنیو وګړو څانګې ته سپارل شوي دي. همداشان نوموړي کډوال به د تحقیقاتو نه وروسته بیرته خپل هیواد ته واستول شي.
دوه اوونۍ مخکې په ترکیه کې د افغان کډوالو د کښتۍ د ډوبيدو نه وروسته امنیتي ځواکونو د تدابیرو کچه لوړه کړې ده .