د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو یو تن جګپوړی قومندان په سوریه کې ووژل شو.
ایراني قومندان په سوریه کې ووژل شو
د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو یو تن جګپوړی قومندان په سوریه کې ووژل شو.
د ایراني خبري رسنیو د خبر له مخې سردار غلام علي قلي زاده د سپاه پاسداران د ځواکونو مهم قومندان د سوریې په جګړه کې ووژل شو.
ایراني خبري رسنیو د ایراني قومندان د وژنې په اړه لا زیات معلومات ندي ورکړي.
د ویلو ده چې یو څه موده مخکې د سوریې د حما په ښار کې د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو قومندانان هر یو سردار غلام رضا سمايي او سردار داریوش درستي په جګړه کې وژل شوي وو.
د ایراني د رسمي شمیرو له مخې د سوریې په جګړه کې تر اوسه پورې ۱۳۶۰ تنه د سپاه پاسداران ځواکونه وژل شوي دي .
همداشان د وژل شوو کسانو تر نیمايي ډیر په ایران کې میشت د افغانستان او پاکستان وګړي دي دي چې د ایران د حکومت لخوا سوریې ته جګړې ته استول شوي دي.
ایران په نوموړي هیواد کې میشت افغانان او پاکستانیان د فاطمیون د لښکر په چوکاټ کې د سوریې جګړې ته استوي.