د پاکستان د کوتې په ښار کې د سرحدي ځواکونو په موټر چاودنه وشوه.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټې ښار کې په سرحدي ځواکونو خونړۍ چاودنه وشوه.
642003
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټې ښار کې په سرحدي ځواکونو خونړۍ چاودنه وشوه.
د کوټې د ښار د پولیسو په وینا نن د سهار په ساعتونو کې د ښار په سویل کې د بای پاس په سیمه کې د سرحدي ځواکونو د ګزمې په موټر چاودنه وشوه.
چاودنه په سړک کې د ځای په ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې ده . په پيښه کې لږ تر لږه ۴ تنه سرحدي ځواکونه او ۲ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د کوټې پولیسو ویلي دي چې د سرحدي ځواکونو موټر په کامله توګه ویجاړه شوی دی او په موټر کې سپاره ۴ تنه سرتیري ټپيان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې د پیښې ټپیان سمدلاسه شاوخوا روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویل شوي .
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په اړه ندی اخیستی.