په ایران کې د ایدز ناروغي کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده
په ایران کې د ایدز د ناروغان ډیری ښځینه ناروغان دي

په ایران کې د ایدز د ناروغۍ ۳۳ زره واقعې تثبت شوي دي.
د ایران د روغتیا مرستیال وزیر علي اکبر سیاري په ایران کې د ایدز د ناروغۍ شمیره اعلان کړه.
هغه وویل چې په ایران کې ټولټال ۳۳ زره تنه د ایدز په ناروغۍ روږدي شوي دي چې ددوې له جمع نه ۸ زرو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۸ زره تنه نور د درملنې لاندې قرار لري. .
هغه زیاته کړه چې په ایران کې پدې تیرو ۱۵ کلونو کې د ایدز ناروغانو کچه د پام وړ لوړه شوې ده .
هغه وویل چې یواځې د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې ۴۳ سلنه ناروغان د جنسي اړیکو له لارې په ایدز روږدي شوي دي.
هغه ددې مسلې نه د هیواد لپاره د یو ستر ګواښ په توګه یادونه وکړه.
د ایران د روغتیا د وزیر مرستیال زیاته کړه چې د ایدز د ناروغان تر ټولو زیاته شمیره د هرمزګان په ولایت کې تثبیت شوې ده . پدې ښار کې د ایدز د ناروغانو ډیری ښځینه ناروغان دي.
د یادولو وړ ده چې په نړۍ کې ۷۸ میلیونه تنه د ایدز په ناروغۍ روږدي شوي دي چې ۳۵ میلیونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .