د ایران لوی درستیز جنرال محمد حسین باقري د سوریې په اړه مهم اعتراف وکړ.
ایران په سوریه کې د توغندیو جوړولو فابریکه لري.
د ایران لوی درستیز جنرال محمد حسین باقري د سوریې په اړه مهم اعتراف وکړ.
د ایران نیمه رسمي د فارس خبري اژانس د خبر له مخې ، د ایران لوی درستیز محمد حسین باقري په پلازمینه تهران کې په یوه غونډه کې د خپلي وینا په ترڅ کې په ۲۰۰۶ کال کې د ایران لخوا د سوریې د حلب په ښار کې د توغندیو د فابریکې د جوړولو اعتراف وکړ.
ګمان کیږي چې د توغندیو جوړولو دا فابریکه د حلب ښار د صنعتي پارکونو د سیمې په شاوخوا کې د سوریې د رژیم او مخالفینو ترمنځه د جګړې د کرښې په سیمه کې شتون ولري.
د ایران لوی درستیز دا ندي ویلي دي چې فابریکه اوس هم تولیدات لري او که نه.
هغه وویل چې په نوموړي فابریکه کې د جوړو شوو توغندیو نه د لبنان او اسراییلو ترمنځه په جګړه کې د اسراییلو پر خلاف کار اخیستل شوی دی.
د یادولو وړ ده چې اسراییلو د ۲۰۰۶ کال د جولای په میاشت کې په لبنان هوايي بریدونه پيل کړل چې په ځواب کې د لبنان لخوا به هم په اسراییلو راکټي او د توغندیو بریدونه ترسره کیدل.
ایران ویلي دي چې په سوریه کې په جوړه کړې د توغندیو په فاریکه کې د تولید کړو توغندیو نه د اسراییلو پر خلاف کار اخیستی دی.
دا لومړی ځل دی چې ایران یو جګپوړی عسکري چارواکی داسې یو اعتراف کوي.
د بله پلوه سوري مخالفینو ویلي دي چې د ایران دا اعتراف ددوی لپاره د حیرانتیا وړ خبره نده ځکه چې ایران په ۲۰۰۲ کال کې د بشاراسد سره د لاسلیک کړي تړون له مخې د سوریې په خاوره کې د وسلو او مهماتو په تولید پیل کړی دی.