د پوليسو په بند كې د پاكستانۍ كوترې راز!

د هندوستان پوليسو هغه كوتره نيولې ده چې له پاكستانه يې د هند لومړي وزير ته د مرګ د ګواښ يو ليك راوړى دى.

582073
د پوليسو په بند كې د پاكستانۍ كوترې راز!

 

 

ددې هېواد د پنجاب په ايالت كې سرحدي پوليسو يوه كوتره نيولې ده چې په پښه پورې يې د لشكر طيبه هغه پيغام ګنډه شوى وو چې په كې نارېندرا مودي د مرګ ګواښ شوى دى.

د هندي رسنيو د معلوماتو پر اساس دا كوتره پاكستان سره پولې ته نږدې د ناروت جايمال سينګ په امنيتي پوسته كې نيول شوې ده.

د كوترې په پښې پورې يو پيغام هم ګنډه شوى دى چې په اوردو ژبه په كې مودي ته په خطاب كې ليكل شوي دي چې `` موږ د ۱۹۷۱م كال پر مهال انسانانو سره مه پرتله كوه.  هر ماشوم مو د هندوستان سره جګړې ته تيار دى.`` جالبه دا ده چې د ليك په پاى كې د پاكستان د يوې سختدريځې ډلې لشكر طيبه نوم ذكر شوى دى.

د پوليسو يو تن چارواكي رامش كمار وويل چې د پېښې په اړه څېړنې پيل شوي دي. پخوا هم دوه هوايي پوكڼۍ چې په كې هندوستان ته ګواښ شوى وو د پوليسو لخوا نيول شوې وې.

د تېر كال د مې په مياشت كې هندي امنيتي ځواكونو يوه بله كوتره هم پاكستان ته د جاسوسۍ په تور نيولې وه.



اړوند خبرونه