د پاکستان جنګي الوتکې سقوط وکړ
د پاکستان یوې جنګي الوتکې د نوموړي هیواد د خیبرپښتونخوا ایالت د خیبر ایجنسۍ په سیمې کې سقوط وکړ
576394
د پاکستان د هوايي ځواکونو اړوند یوې اف ۷ جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د پاکستان د خبري رسنیو د خبر له مخې د نوموړي هیواد یوه اف ۷ جنګي الوتکه د خیبر ایجنسۍ په سیمه کې راوغورځیده. په خبر کې راغلي دي چې الوتکې د تخنیکي ستونزې له امله سقوط کړی دی.
په پیښه کې د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی. ویل کیږي د ژغورنې ډلې سیمې ته رسیدلي دي .
د پاکستان هوايي ځواکونو ویلي دي چې الوتکې د تخنیکي ستونزې له امله غورځیدلې ده.