د لوى اختر د هيجان د پيل سمبول!
لوى اختر چې په كې د قربانۍ كول تر ټولو مهم عبادت دى هر كال د نړۍ په ګوډ ګوډ كې د جالبو خبرونو او منظرو د رسنيو پاملرنه جلبوي.
لوى اختر چې په كې د قربانۍ كول تر ټولو مهم عبادت دى هر كال د نړۍ په ګوډ ګوډ كې د جالبو خبرونو او منظرو د رسنيو پاملرنه جلبوي.
دا ځل د اختر تر را رسېدو وړاندې د قربانۍ په اړه په زړه پورې خبر د پاكستان له هېواده دى.
په پاكستان كې يو تن چې د قربانۍ لپاره يې خپل حيوانات د بلاك د شپږم پوړ د بام په سر روزلي دي د كرېن په مرسته يې راښكته كړل.
د كراچۍ په ښار كې يو تن مالدار د خپل بام په سر باندې ۸ خوسي او غوايان د يو كال لپاره وروزل چې د زينو له لارې يې راښكته كول امكان نه درلود.
د پاكستان په تر ټولو لوى ښار كراچۍ كې چې شاوخوا ۲۰ ميليونه نفوس لري د كرنيزو ځمكو د كمښت له امله د بامونو پر سرونو د حيواناتو روزنه كومه نوې خبره نه ده.
دا حيوانات له اختره وړاندې په بازارونو كې خرڅلاو ته وړاندې كيږي.
پدې ډول د لوى اختر مېله لا له وړاندې د بامونو له سرونو نه د حيواناتو د راښكته كولو پر مهال پيليږي