د پاکستان د خیبرپښتونخوا د خیبر په سیمه کې په امنیتي ځواکونو چاودنه وشوه.
د پیښور د خیبر په سیمه کې چاودنه وشوه
553560

د پاکستان د خیبرپښتونخوا د خیبر په سیمه کې په امنیتي ځواکونو چاودنه وشوه.
په چاودنه کې لږ تر لږه د ۷ تنو امنیتي سرتیرو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د خیبر د تیرا په سیمه کې شوې ده .
چاودنه پداسې حال کې وشوه چې پاکستاني ځواکونو په سیمه کې پراخه عملیات پیل کړي دي. د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله کې د پراخو عملیاتو نه خبر ورکړی دی .
عملیات د افغانستان سره په پوله کې په غرنیزو سیمو کې ترسره شول. پاکستان پوځ پدې عملیاتو کې د ګڼ شمیر ترهګرو د وژلو نه خبر ورکړی دی .