په پاکستان کې د بس او لارۍ د جنګیدو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
په پاکستان کې خونړۍ ټرافیکي پیښه رامنځته شوه
په پاکستان کې د مساپروړونکې بس او لارۍ د جنګیدو له امله ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
پیښه د پاکستان د سند ایالت د جا مشورو په ښار کې د سیهون روډ په سیمه کې رامنځته شوې ده .
د پاکستان د سند ایالت د امنیتي سرچینو د خبر له مخې پیښه پداسې حال کې رامنځته شوه چې یو ګړندی مساپروړونکی بس چې د دیرې اسماعیل خان نه د کراچۍ پر لورې روان وو د جا مشورو په ښار کې د سیهون روډ په سیمه کې د لارۍ سره وجنګید.
په پیښه کې ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ او څه باندې ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پیښې ټپیان سمدلاسه روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د ټپیانو نه د بعضو روغتیایي حالت ښه ندی. د ژغورنې ډلې ویلي دي چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.
د ژغورنې ډلې ویلي دي چې د ټپیانو نه د ځینو روغتیايي حالت ښه ندی او کیدای شي چې د مړو شمیره لوړه شي.