د ګولن د ښوونځيو تړل به له پاكستانه پيل شي.

د تركيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو نن د يو رسمي سفر په ترڅ كې د پاكستان پلازمېنې اسلام آباد ته لاړ.

543389
د ګولن د ښوونځيو تړل به له پاكستانه پيل شي.

 

 

چاووش اوغلو د پاكستان د لومړي وزير نواز شريف د بهرني سياست د سلاكار سرتاج عزيز سره په ليدنه كې د ناكامې كودتا پر مهال د پاكستان د هر اړخيز ملاتړ نه په مننې سره ويل چې پاكستان د تركيې د ملت او دولت دواړو نه پوره ملاتړ كړى دى.

دواړو په مشرانو په خبري غونډه كې ټينګار وكړ چې په هېواد كې د فتح الله ګولن د ښوونځيو د تړلو په موخه د اړوندو تدابيرو په نيولو كار كوي.

سرتاج عزيز څرګنده كړه پخوا يې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې نه ملاتړ كړ خو د د پټو او ناوړه اعمالو په ليدلو سره يې په هېواد كې د هر ډول فعاليت د مخنيوي په موخه پلانونه لري.

چاووش اوغلو هم وويل چې ``پاكستاني مقامات د موضوع په اړه پوره معلومات لري او د اړوندو تدابيرو د نيولو په برخه كې هم پوره اراده لري.``

پدې هېواد كې د فتح الله ګولن د ښوونځيو د تړل كېدو لپاره دواړه هېوادونه په داسې پلان كار كوي چې د ښوونځيو زده كوونكي او كورنۍ يې زيانمنې نشي.

اوسمهال په پاكستان كې د فتح الله ګولن اړوند ۲۱ ښوونځي او د رومي په نامه يو كلتوري مركز فعاليت لري چې په كې ۱۱ زره او ۵۰۰ كسان زده كړې كوي.

ټاكل شوې ده چې په پاكستان كې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د ښوونځيو د تړلو په موخه جوړ شوى پلان به د افغانستان په ګډون د نړۍ په هغو هېوادونو كې هم عملي شي چې دا ښوونځي په كې فعاليت كوي.



اړوند خبرونه