افغان کډوال که خوشحاله وي او که خفه مجبور دي چې خپل هیواد ته ستانه شي

د پاکستان د سرحداتو د چارو وزیر عبدالقادر بلوچ وویل چې هیواد يي ددینه وروسته د افغان کډوالو د کوربه توب وس او توان نلري

522089
افغان کډوال که خوشحاله وي او که خفه مجبور دي چې خپل هیواد ته ستانه شي

افغان کډوال که وغواړي او که نه  مجبور دي چې خپل هیواد ته  ستانه شي.

دا څرګندونې  د پاکستان د سرحداتو د چارو وزیر عبدالقادر بلوچ وکړې. هغه وویل چې پاکستان  نور  د افغان کډوالو د کوربه توب  وس او توان نلري. پاکستان نور نشي کولی چې  افغان کډوالو  نه ښه کوربه توب وکړي.

هغه زیاته کړه چې نن ورځ په پاکستان کې څه باندې  دوه میلیونه تنه  افغان کډوال میشت  دي چې ددوی له جمع  نه  څه باندې  یو میلیون  تنه  جدي کاروبار لري  او دندې لري.

هغه وویل چې پاکستان  پخپله د بې کارۍ د سختې ستونزې سره مخامخ دی  . د پاکستان  په لکونو تنه  بې کاره  دي . د همدې امله  پاکستان نور د افغان کډوالو د کوربه توب  وس او توان نلري. افغان کډوال که خوشحاله وي او که خفه  او یا که غواړي او نه  مجبور دي چې خپل هیواد ته ستانه شي.

عبدالقادر بلوچ  په افغان حکومت هم  تور ولګو چې د کډوالو د بیرته ستنولو په برخه کې په کړو ژمنو عمل نه کوي. افغان حکومت  د پاکستان سره  په کړي تفاهم  هم عمل نکوي.

د بله پلوه  هغه په افغان کډوالو تور ولګو  چې  په ځانګړې توګه  د خیبرپښتونخوا په ایالت کې  د ډیرو جرایمو تر شا  لاس لري. هغه وویل چې د خیبرپښتونخوا ایالت  حکومت هم  پدې اړه  په کراتو مراتو شکایتونه کړي  .



اړوند خبرونه