خامنه يي : انګلستان د ایران ستر دښمن دی
خامنه يي : امریکا او انګلستان دوه لوی شیطانان دي چې پر دوی باور کوله ستره خطا ده
د ایران دیني مشر علي خامنه يي د امریکا او انګلستان نه يي د شیطان په توګه یادونه وکړه او وویل چې په شیطانانو باور کول ستره خطا ده.
د لویدیځې نړۍ او ایران ترمنځه د اټومي پروګرام په اړه د روغې جوړې نه وروسته په ایران د لګول شوو بندیزونو یوه برخه لرې کړې شوه. دې مسلې د ایران او لویدیځ ترمنځه اړیکې نورمال حالت ته ندي راوستي.
د ایران دیني مشر عالي خامنه يي د انګلستان نه د ایران د ستر دښمن په توګه یاودونه وکړه .
خامنه يي وویل چې هیواد به یي په هیڅډول د سیمه ایزو مسلو په برخه کې د امریکا او انګلستان سره همکاري ونکړي. هغه وویل ځکه چې د انګلستان او امریکا هدف بل څه دی.
هغه وویل چې د پنځه جمع یو ډلې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران سره د اټومي پروګرام په بدل کې په کړو ژمنو عمل ندی کړی. هغه وویل چې هغه شرطونه چې د اټومي پروګرام په بدل کې ایښودل شوي وو ندي پر ځای شوي.
هغه امریکا او انګلستان نه د لویو شیطانانو په توګه یادونه وکړه او وویل چې په شیطانانو باور کول ستره خطا ده .