د شيعه جګړه مارو لپاره د جنت كونجي

د نړۍ له ګوډ ګوډه د شيعه اورپكو د راټولو او په سوريه او عراق كې د جګړې لپاره د تيارولو په موخه ايران حيرانوونكې تګلاره غوره كړې ده.

491038
د شيعه جګړه مارو لپاره د جنت كونجي

 

د را رسېدلو رپوټونو له مخې ايراني ديني عالمانو هغو اورپكو ته چې په سوريه كې د جګړې لپاره دې هېواد ته لېږل كيږي، د ديني وعظ تر څنګ د دوى په وينا `جنت كونجي` هم وركوي.

شيعه اورپكي چې په سوريه كې د رژيم د ځواكونو سره اوږه په اوږه د مخالفينو سره په جګړه بوخت دي د ايران قدس د ځواكونو په نامه د بهرنيو عملياتو د ادارې لخوا چې مشري يې د جنرال قاسم سليماني پر غاړه ده، تنظيميږي.

د مخالفينو لخوا د نيول شوو اورپكو ترمېنځ تر اوسه پورې د افغانانو په ګډون د عراق، پاكستان، فلسطين، لبنان او ايران د هېوادوانو هېوادوال نيول شوي دي.

د جنت كونجي

رپوټونه وايي چې د اسيرانو ډېرى برخه د لوا القدس په نامه د ډلې پورې اړه لري. دوى وايي چې له جګړې وړاندې ورته د ايراني ديني عالمانو لخوا داسې كونجي وركړل شوي دي چې د دوى په وينا تر مرګه وروسته به پرې د جنت دروازې پرانيزي. اروپكي د جګړې په مورچلونو كې د خپلو كونجيګانو پرته ډزې نشي كولاى.

ويل كيږي چې د اروپكو د جګړې موخه او تشويقي بڼه مذهبي تعصب دى.

تر اوسه پورې په سوريه كې د نيول شوو بهرنيو اسيرانو ترمېنځ  افغاني او عراقي كډوال دي چې په ايران كې اوسيږي، د لبنان هېوادوال دي چې د حزب الله په ليكو كې جنګيږي. د پاكستان او فلسطين نه راغلي دي اورپكي دي چې ټول د لواى قدس، اصحاب اهل الحق، حزب الله، فاطمي لوا، نجبا او داسې نورو ډلو پورې اړه لري.


پيوندونه: #ايراني , #سوريه , #شيعه

اړوند خبرونه