د `پانامې اسنادو` نواز شريف ته سرخوږى رامنځته كړى.
د پانامې د اسنادو په نامه د نړۍ د ځينو سياستوالو د مالي رسوايۍ تر ټولو نوى قرباني د پاكستان لومړى وزير نواز شريف دى.
482518
د پانامې د اسنادو په نامه د نړۍ د ځينو سياستوالو د مالي رسوايۍ تر ټولو نوى قرباني د پاكستان لومړى وزير نواز شريف دى.
پدې اسنادو كې د نواز شريف د نوم د يادېدو له امله مخالفو ګوندونو په لاهور كې لاريونونه پيل كړي دي.
دا لاريونونه چې د تحريك انصاف د ګوند د مشر عمران خان په مشرۍ ترسره كيږي، د نواز شريف د حكومت د استعفا غوښتونكي دي.
عمران خان څرګنده كړه چې د نواز شريف د اداري فساد د څېړنې په موخه به د يو خپلواك كميسيون د جوړولو په برخه كې هلې ځلې وكړي.
د پانامې د اسنادو پر بنسټ د نواز شريف زامنو په نوموړي هېواد كې د شركتونو د جوړولو سره پېسى مېنځلي دي او د ماليې د وركولو نه يې ډډه كړې ده. دا په داسې حال كې ده چې نواز شريف دا ډول تورونه رد كړي دي