د ایران ولسمشر امریکا په غلا او لوټمارۍ تورنه کړه

حسن روحاني : هیڅوک د ایران د مال او دارايي په اړه د پریکړې کولو حق نلري

479523
د ایران ولسمشر امریکا په غلا او لوټمارۍ تورنه کړه

د ایران ولسمشر حسن روحاني  د امریکا لخوا د نوموړي هیواد د مرکزي بانک کنګل شوو پیسو نه  ۲ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه ډالره يي  د غرامت په توګه  د ستنولو نه  د ښکاره  غلا  او لوټمارۍ په توګه یادونه وکړه.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د وزیرانو شورا په غونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې  د امریکا د سترې محکمې لخوا په مختلفو پیښو کې وژل شوو امریکايي سرتیرو کورنیو  ته  په امریکا کې د ایران د مرکزي بانک د کنګل شوو پیسو نه  د ۲ میلیارده او ۶۰۰ میلیونو ډالرو د ورکولو   حکم په  ښکاره  توګه  غلا ، لوټمارۍ  او ستره حقوقي رسوايي ده.

هغه په امریکا  غږ وکړ چې د ایران د خلکو مال او دارايي لوټولی نشئ. هغه وویل چې دا په ښکاره توګه غلا  ده . که چیرې  غل  پدې فکر کې وي  چې  متقابل ګامونه به پورته نشي غلط  فکر کوي.

هغه وویل چې  د نړۍ په یوې بله څنډه کې  یوه محکمه  یا د یو بل هیواد   قضايي ارګانونه  د یو  بل هیواد  د شتمنۍ  ، مال او دارايي په اړه  د پریکړه حق نلري. د امریکا د سترې محکمې  پریکړه په اصل کې  ستره حقوقي رسوايي  او ښکاره  لوټماري  ده.

ولسمشر روحاني  امریکا ته خبرداری ورکړ چې  زمونږ  پیسې  داسې کومه  مړۍ نده  چې په اسانه يي تیره کړۍ. دا به هم  بدل  ولري.

 

 



اړوند خبرونه