په پیښور کې د مامورینو د عملې په بس موټر بمي برید وشو

په پیښور کې د دولتي مامورینو د عملې په موټر کې چاودنه وشوه

451653
په پیښور کې د مامورینو د عملې په بس موټر بمي برید وشو

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پيښور کې د مامورینو د عملې په بس موټر کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی او نږدې ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پیښور ښار د پولیسو په وینا دا پیښه د سنهري روډ ترڅنګ رامنځته شوې ده . پولیسو ویلي دي چې چاودنه دومره زوروره وه چې غږ يي په ډیرو لرو سیمو کې اوریدل شوی او د کورنو هیندارې ماتې شوي دي.

د پیښور امنیتي سرچینو پدې پیښه کې د ۱۶ تنو د وژل کیدو پخلی کړی . امنیتي سرچینې ویلي دي چې د مامورینو په عملې بس موټر کې تر ۴۰ تنو زیاتو مامورینو شتون درلود.

امنیتي سرچینو ویلي دي چې پدې بس موټر کې ۸ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي د بس په ډیره حساسه نقطه کې ځای په ځای شوی وو.

ویل کیږي د چاودنې نه وروسته پولیسو او امبولانسونه سمدلاسه سیمې ته راورسید او ټپیان يي نږدې روغتونونو ته انتقال کړل.

پولیسو د برید په اړه څیړنې پيل کړي دي. ویل کیږي د ټپیانو نه هم څو تنو روغتیايي حالت باریکه دی. ویل کیږي د برید نه وروسته د پیښور د لیډي ریډنګ په روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی دی .

د یادولو وړ ده چې لس ورځې وړاندې د پیښور د چارسدې د شبقدر په سیمه کې هم چاودنه شوې وه چې له امله يي د دوو تنو پولیسو ، ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو. په تیر برید کې هم ۳۰ تنه ټپیان شوي وو.

د تیر برید د پاکستاني طالبانو یوې څانګې جماعت الاحرار ډلې په غاړه اخیستی وو.

ددې برید مسولیت لا تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه