په پیښور کې د امریکا د قونسلګرۍ په کارکوونکو بمي برید وشو
د پاکستان د خیبرپښتونخوا په مرکز پیښور کې د امریکا د قونسلګرۍ د کارکوونکو په موټر بمي برید وشو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري خبري رسنیو ته ویلي دي چې تیره ورځ د مارچ په لومړۍ نیټه په پیښور کې د امریکا د قونسلګرۍ په ځايي کارکوونکو بمي برید وشو چې له امله يي دوو تنو کارکوونکو ژوند د لاسه ورکړ. هغه ویلي دي چې د نوموړو کارکوونکو په موټر کې بم ځای په ځای شوی وو . پدې پیښه کې یو تن پاکستاني سرتیري هم ژوند د لاسه ورکړی دی .
کیري ویلي دي چې پاکستاني سرتیري د کارکوونکو د ساتنې دنده په غاړه درلوده.
د بله پلوه یو تن پاکستاني چارواکي نوید خان ویلي دي چې تیره ورځ د پیښور په قبایلي سیمه کې د امریکا د مرستندویه ټولنې USAID د کارکوونکو په موټر د سړک په غاړه کې ځای په ځای شوی بم وچاودید چې له امله يي دوه تنه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شول.
پاکستاني چارواکي د پیښې د ځای او د پیښې د قربانیانو د هویت په اړه څه ندي ویلي. همداشان نوموړي دا هم ندي ویلي چې په پیښه کې وژل شوو کسانو د امریکا د قونسلګرۍ کارکوونکي دي او که نه.
د برید مسولیت د جماعت الاحرار په نامه د پاکستاني طالبانو یوې ډلې په غاړه اخیستی دی.