د پنجاب د والي د قاتل اعدام
د پاكستان د پنجاب د ولايت د والي سلمان تاثير قاتل ممتاز قدري تېره شپه اعدام شو.
د پاكستان د پنجاب د ولايت د والي سلمان تاثير قاتل ممتاز قدري تېره شپه اعدام شو.
د فرانسې د خبري آژانس د معلوماتو په اساس ممتاز قدري چې پينځه كاله وړاندې د ۲۰۱۱م كال د جنورۍ په مياشت كې د پنجاب والي وژلى وو د محاكمې نه وروسته تېره شپه په راولپېنډۍ كې په يو زندان كې اعدام شوى دى.
ممتاز قدري د ځانګړو زده كړو نه وروسته د پنجاب د والي سلمان تاثير د ساتونكي په توګه دنده اجرا كوله چې په اسلام آباد كې يې په يو بازار كې ووژلو.
سلمان تاثير د پاكستان د ليبرالو سياستوالو د جملې نه وو چې او په هېواد كې يې `اسلام ته د سپكاوي` پر قانون باندې نيوكې كړې وې.
د سلمان تاثير د وژلو نه وروسته قاتل يې د خلكو ترمېنځ محبوبيت پيدا كړ. ممتاز قدري محكمې ته ويلي ول چې سلمان تاثير يې د ديني وجيبې له وجهې وژلى دى.
د نوموړي د اعدام نه وروسته كيداى شي يو ځل بيا لاريونونه ترسره شي. پوليسو په اسلام آباد كې پراخه امنيتي تدابير نيولي دي.