په سوریه کې یو ځل بیا ۶ تنه ایراني سرتیري ووژل شول.

په سوریه کې د ایران د انقلاب ساتونکو د سرتیرو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی

430007
په سوریه کې یو ځل بیا ۶ تنه ایراني سرتیري ووژل شول.

په سوریه کې د ایران د انقلاب ساتونکو د سرتیرو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی


په سوریه کې د مخالفینو او ترکمنانو پر خلاف د اسد د رژیم تر څنګ روسي او ایراني سرتیري اوږه په اوږه جګړه کوي.
د ویلو ده چې د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو په زرګونو تنه سرتیري په سوریه کې د اسد د رژیم د مخالفینو پر خلاف جنګیږي. په همدې چوکاټ کې یو ځل بیا د سوریې د حلب په ښار کې د ۶ تنو ایراني سرتیرو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د ایران نیمه رسمي د فارس د خبري اژانس د خبر له مخې ۶ تنه ایراني سرتیري هر یو مهدي کوچک زاده، سید علي زاده، حسن رزاقي، حجت الاسلام شیخ مصطفی خلیل، حبیب رحیمي مینش او محمود اسکندر په سوریه کې په جګړه کې ژوند د لاسه ورکړی دی .
په څرګندونو کې د وژل شوو سرتیرو د رتبو په اړه د څه ویلو نه ډډه شوې ده خو ویل شوي دي چې جنازې به يي سبا د هیواد به بیلابیلو ښارونو کې خاورو ته وسپارل شي.
د ویلو ده چې د تیر کال په وروستیو میاشتو کې په سوریه کې د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو یو زیات شمیر لوړپوړو چارواکیو قومندانانو ژوند د لاسه ورکړ.
د بله پلوه د بشري حقونو نه د څار یو سازمان یو څه موده د مخه په یو خپور کړي راپور کې په ایران تور ولګو چې په زرګونو تنه افغان کډوال يي په زور او تهدیدونو سره د سوریې جګړې ته استولي دي. دې مسلې پخپله په افغانستان کې هم سخت غبرګونونه وپارول. خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وویل چې پدې اړه کره اسناد او شواهد په لاس کې نلري.



اړوند خبرونه