په سوريه كې د يو بل ايراني جنرال مړينه

د ايران د وسله والو ځواكونو يو تن لوړپوړى چارواكى د سوريې د حلب په ښار كې د بشار اسد د ژريم د مخالفينو پر وړاندې په مخامخ جګړه كړې ووژل شو.

356474
په سوريه كې د يو بل ايراني جنرال مړينه


د ايران د وسله والو ځواكونو يو تن لوړپوړى چارواكى د سوريې د حلب په ښار كې د بشار اسد د ژريم د مخالفينو پر وړاندې په مخامخ جګړه كړې ووژل شو.
ددې هېواد د صاحب نيوز د خبري پاڼې د معلوماتو په اساس د ايران د انقلاب د ساتونكو ځواكونو د ۱۲۳مې لوا قوماندان بريد جنرال عبدالرضا مجري چې ۵۳ كاله عمر يې درلود د مخالفينو سره په نښته كې وژل شوى دى.
د تنسيم خبري اژانس هم د نوموړي مړينه تاييد كړې ده. ددې اژانس د معلوماتو په اساس د مجري مړى د ايران د خميني شهر په سيمه كې خاورو ته سپارل شوى دى.
په سوريه كې د روانې كورنۍ جګړې د پيل راهيسې د ايران لسګونه نظامي افسران او زرګونه سرتيري وژل شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه