د ايران- روسيې نږدېوالى او د لوېديځ اندېښنې

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتيتن د اته كلن ځنډ نه وروسته نن د ايران پلازمېنې تهران ته ورسېد.

421092
د ايران- روسيې نږدېوالى او د لوېديځ اندېښنې

پوتين چې په ايران كې د نفتو د صادروونكو هېوادونو په سرمشريزه كې د ګډون په موخه نوموړي هېواد ته تللى دى، پرته له ځنډه يې ددې هېواد د ديني مشر آيت الله علي خامنه ايي سره د نوموړي په مقر كې وكتل.
ټاكل شوې ده چې پوتين به د خپل ايراني سيال حسن روحاني او نورو چارواكو سره د خبرو اترو په ترڅ كې په سوريه كې د روان كړكېچ په اړه هم بحث وكړي.
كه څه هم ددې سفر د اجندا اصلي موضوع د نفتو د صادروونكو هېوادونو د ټولنې په سرمشريزه كې ګډون دى خو روسي چارواكي به كوښښ وكړي چې د سيمه ايزو سياستونو په برخه كې د ايراني چارواكو پاملرنه جلب كړي.
د روسيې د ولسمشر يو تن سلاكار يوري يوشاكوف وړاندې خبريالانو ته ويلي ول چې د دواړو هېوادونو چارواكي به د دوه اړخيزو اړيكو سربېره د سيمه ايز موضوعاتو، نفتو او ګازو، انرژۍ او اتومي لانجې پر سر بحث وكړي.
له ايرانه د پوتين د سفر بله مهمه موخه انرژي او سوداګريزې اړيكې دي. د ايران او ۵+۱ د هېوادونو ترمېنځ د اتومي لانجې په اړه د لاسليك شوي تړون د عملي كولو په درشل كې روسيه لومړنى بهرنى هېواد دى چې ددې تړون د موادو نه ګټه پورته كوي.
ټاكل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د سوداګرۍ حجم به په راتلونكو كلونو كې دوه برابره شي. سربېره پر دې د اتومي بټۍ اړوند مواد چې پخوا پرې بنديز لګول شوى وو، د نوي تړون له مخې به يې پلورل اسانه شي. دواړه هېوادونه متقابلې سوداګرۍ ته لېواله دي.
د ايراني مشرانو سره د پوتين د ليدنې د اجندا بله موضوع سوريه او د داعش سره مبارزه ده. دواړه هېوادونه هڅه كوي چې د بشار اسد نه په ملاتړ سره د سوريې ستونزه د لوديځ پرته اوراه كړي.
دا هغه څه دي چې لوديځ هېوادونه د روسيې – ايران ترمېنځ له نږدې والي ناراحته دي. ځكه چې د دواړو هېوادونو احتمالي اتفاق به په سيمه كې موازنه بدله كړي او د لوديځ ګټې به په خطر كې واچوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه