سعودي عربستان ته د ايران ګواښ

د ايران او سعودي عربستان د هېوادونو ترمېنځ دوه اړخيزې اړيكې په داسې حال كې د ترينګلتيا په لور روانې دي چې دواړه هېوادونه غواړي په سيمه كې خپله سياسي اغېزه زياته كړي.

408174
سعودي عربستان ته د ايران ګواښ

د ايران د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال حسين امير عبدالله يان په تازه څرګندونو كې سعودي چارواكو ته ګواښ وكړ چې `` د ايران صبر دې نه آزمايي.``
عبدالله يان د سعودي عربستان د بهرنيو چارو د وزير عادل الجبير د څرګندونو په ځواب كې د خپل هېواد د بهرني سياست نه په ملاتړ سره سعودي چارواكي په سوريه، يمن او عراق كې د ترهګرو نه په ملاتړ تورن كړل.
عادل الجبير د شنبې په ورځ ويلي ول چې ايران بايد د نړۍ د لويو هېوادونو سره د لاسليك شوي تړون موادو ته صادق پاتې شي. دا لومړى ځل نه دى چې ايران سعودي عربستان ته ګواښ كوي.
پخوا هم د ولسمشر حسن روحاني سربېره ددې هېواد د انقلاب د ساتونكو ځواكونو يو قوماندان پر سعودي عربستان باندې د نظامي بريد ګواښ كړى وو.
سعودي چارواكو د ايران د بهرنيو چارو د وزارت د مرستيال د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه