د خیبر ایجنسۍ د جمروډ په سیمه کې غبرګې چاودنې وشوې

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د پیښور ښار د جمروډ په سیمه کې غبرګو چاودنو ۴ تنه مړه او لږ تر لږه ۵۰ تنه نور ټپیان کړل.

372670
د خیبر ایجنسۍ د جمروډ په سیمه کې غبرګې چاودنې  وشوې

د سیمې چارواکیو په وینا لومړی د خیبر ایجنسۍ د جمروډ په بازار کې د حکومتي ودانۍ تر څیرمه ځانمرګی برید وشو . کله چې د ژغورنې ډلې او پولیس سیمې ته راورسیدل او د ټپیانو په ژغورنه يي پیل وکړ دویمه چاودنه وشوه .
په لومړنۍ چاودنه کې یو تن مړ او ۲۸ تنه ټپیان شول او په سیمه چاودنه کې بیا ۳ تنه مړه او ۲۲ تنه نور ټپیان شول.
په ټپیانو کې ۱۵ تنه پاکستاني خاصه دار ځواکونه دي. ټپیان سمدلاسه روغتونونو ته انتقال شوي دي.
ویل کیږي لومړی ځانمرګی برید په سیمه کې د خاصه دار ځواکونو د ګزمې د موټر تر څنګ شوې ده .
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه