د ايران – لوديځ ترمېنځ تاريخي هوكړه

ايران د خپل اټومي پروګرام د لانجې پر سر د ۵+۱ د هېوادونو سره د كلونو وروسته د خبرو اترو د اوږد پړاو په پايله كې نهايي هوكړې ته رسېدلى دى.

380209
د ايران – لوديځ ترمېنځ تاريخي هوكړه


ايران د خپل اټومي پروګرام د لانجې پر سر د ۵+۱ د هېوادونو سره د كلونو وروسته د خبرو اترو د اوږد پړاو په پايله كې نهايي هوكړې ته رسېدلى دى.
ددې هوكړې له مخې به د ايران لخوا د خپل اتومي فعاليت د محدودولو په مقابل كې پر نوموړي هېواد لګېدلې بنديزونه كم شي.
يو تن ايراني ډيپلوماټ چې د نوم د اخيستلو يې ډډه وكړه د رويټرز خبري آژانس ته وويل چې `` هلې ځلې پايلې ته ورسېدلې او هوكړه مو وكړه.``
د ايران او د ملګرو ملتونو د پينځو دايمي غړو او جرمني د هېوادونو د لوړپوړو چارواكو ترمېنځ د خبرو اترو وروستي پړاو د اتريش په پلازمېنه ويانا كې ۱۷ ورځې دوام وكړ.
دا هوكړه ليك چې ټول ۱۰۰ مخونه لري پكې د اټومي پروګرام په اړه ټول جزييات ځاى لري.
د بله پلوه يو تن لوېديځوال ډيپلوماټ د اسوشېټېد پرس خبري آژانس ته ويلي دي چې د هوكړه ليك له مخې د ملګرو ملتونو مفتشين حق لري چې د ايران د نظامي تاسيساتو نه ليدنه وكړي. د بله پلوه بيا د ايران چارواكي د ملګرو ملتونو لخوا د نظامي تاسيساتو د تفتيش په وړانديز كې بدلون راوړلى شي.
ددې هوكړه ليك نه څو شېبې وروسته د ايران او امريكا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزيرانو دوه اړخيزې ليدنې هم وكړې.
تمه كيږي چې دواړه خواوې به د يوې خبري غونډې په ترڅ كې د هوكړه ليك د جزيياتو په اړه معلومات وركړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه