په چين كې د مسلمانانو په اړه ددې هېواد نوې څرګندونې

په چين كې د اويغوري مسلمانانو پر وړاندې ددې هېواد د دولت لخوا د روانې توكمپالنې له امله د تركيې په ګډون د نړۍ يو زيات شمېر هېوادونو غبرګون وښود.

334333
په چين كې د مسلمانانو په اړه ددې هېواد نوې څرګندونې

په چين كې د اويغوري مسلمانانو پر وړاندې ددې هېواد د دولت لخوا د روانې توكمپالنې له امله د تركيې په ګډون د نړۍ يو زيات شمېر هېوادونو غبرګون وښود.
ددې په پايله كې د چين د بهرنيو چارو وزارت دې ته اړ شو چې په هېواد كې د اويغوري مسلمانانو د حالاتو په اړه معلومات وركړي.
ددې وزارت وياند خبريالانو ته وويل چې `` اويغوران په سوله كې ژوند كوي او خوشاله دي. د اساسي قانون له مخې د عبادت د آزادۍ د حقونو نه هم برخمن دي.``
وياند د سينكيانګ په مسلمان مېشته خودمختاره سيمه كې د اويغوري تركانو پر وړاندې هر ډول توكمپالى اقدام رد كړ او څرګنده يې كړه چې د ديني آزاديو په برخه كې هېڅ ډول محدوديتونه نشته دى.
په چين كې د مسلمانانو لخوا د روژې په نيولو باندې د بنديز له امله د نړۍ يو زيات شمېر هېوادونو دا عمل و غندلو. په تركيه كې د مدني ټولنې استازو د لاريونونو په ترڅ كې د چين د حكومت نه غوښتنه وكړه چې ددې اقدام مخه ونيسي.
په تركيه كې د چين پر وړاندې لاريونونه غبرګون دومره زيات شو چې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت د خپلو هېوادوالو نه غوښتنه وكړه چې تركيې ته د سفر پر مهال دې د خپل ځان د امنيت په برخه كې پاملرنه وكړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه