ایران د داعش ډله په نیست او نابود کولو وګواښله

د ایران ستر درستیزوال ویلي که چیرې داعش ډله د ایران پولو د ۴۰ مترۍ نه د ایران پر لورې ګام راپورته کړي په خپل ځای کې به يي نیست او نابود کړي

292355
ایران د داعش ډله په نیست او نابود کولو وګواښله

ایران داعش ډله په نابودولو وګواښله.
د ایران ستر درستیز ګواښ وکړ که چیرې د داعش ډله د ایران د پولو ۴۰ کیلومترۍ نه یو ګام د ایران پر لورې پورته کړي نیست او نابود به يي کړي.
د یادولو وړ ده چې پدې وروستیو کې په سوریه او عراق کې د داعش پرمختګ د ایران سختې اندیښنې پارولي دي.
د ایران ستر درستیز تورنجنرال حسن فیروز آبادي وویل چې داعش د ایران پولو ته د رانږدې کیدو جسارت نشي کولی. که چیرې د ایران پولو ته د ۴۰ کیلومترۍ نه یو ګام هم د ایران پر لورې راپورته کړي په خپل ځای کې به يي نیست او نابوده کړي.
نوموړي زیاته کړه چې داعش ډله د هیڅوک هیواد نه د ایران د پولو ۴۰ کیلومترۍ نه د ایران پر لورې یو ګام هم نشي پورته کولی . که چیرې داعش داسې کومه خطا وکړي بدل به يي ډیر سخت وي.
د ویلو ده چې څو ورځې د مخه د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي هم دیته ورته ګواښونه کړي وو. نوموړي ویلي وو چې داعش د ایران پولو ته ۵۰ کیلوۍ نه د ایران پر لورې ګام هم نشي راپورته کولی . که چیرې داسې کوم جسارت وکړي دنیا به يي ګډه وډه وکړو.
نوموړي وویل چې د داسې کوم ګام د پورته کیدو په صورت کې به سمدلاسه مداخله وشي.
رحماني فضلي وویل چې پدې اړه مو د عراق د چارواکیو سره هم خبرې کړي دي. د اړتیا په صورت کې به د عراق په خاوره کې د داعش پر خلاف عملیات ترسره کړو.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه