کرمه ایجنسۍ کې یو ښوونځي کې د فوټبال د سیالۍ پر مهال چاودنې وشوې
د پاکستان د کرمې ایجنسۍ په سیمه کې په یو ښوونځي کې د فوټبال د سیالۍ پر مهال غبرګ ځانمرګي بریدونه وشول
264593
د پاکستان د کرمې ایجنسۍ په سیمه کې په یو ښوونځي کې د فوټبال د سیالۍ پر مهال ځانمرګی برید وشو.
په پیښه کې۴ تنه وژل شوی او یو تن بل ټپي شوی دی. د سیمې نه په ترلاسه شوو معلوماتو کې ویل شوي دي چې د سیالۍ پر مهال شاوخوا سلو تنو په ښوونځي کې شتون درلود.
ویل کیږي د ځانمرګي برید نه وروسته د ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي. د برید نه وروسته د سیمې په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی .
ویل کیږي پیښه د علي زي په سیمه کې د علي زي د عالي ښوونځي ترڅنګ رامنځته شوې ده. ویل کیږي دا یو ناکام برید وو.