د ایران ولسمشر یو ځل بیا لویدیځې نړۍ ته میدان وډبو

د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل تر کومه چې لویدیځه نړۍ په ایران لګول شوي ټول بندیزونه لرې نکړي د اتومي پروګرام اړوند وروستی تړون به لاسلیک نکړو

231987
د ایران ولسمشر یو ځل بیا لویدیځې نړۍ ته میدان وډبو

د ایران ولسمشر حسن روحاني یو ځل بیا لویدیځې نړۍ ته میدان وډبو.
د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل په ایران د لګیدولو ټولو بندیزونو د نه لرې کولو په صورت کې به د لویدیځ سره د اټومي پروګرام اړوند وروستی تړون لاسلیک نشي.
پداسې حال کې چې د ایران او پنځه + ۱ د ډلې ترمنځه د اټومي پروګرام په اړه د شوي تفاهم نه یوه اوونۍ هم نده تیره شوې د ایران ولسمشر حسن روحاني لویدیځ ته میدان وډبو. د ایران ولسمشر روحاني نن په خپله وینا کې وویل چې په ایران د لګیدولو ټولو بندیزونو د نه لرې کولو په صورت کې به د لویدیځ سره د اټومي پروګرام اړوند وروستی تړون لاسلیک نشي.
روحاني وویل موږ نه غواړو چې اټومي مذاکرات او تفاهم یواځې د یو پلو په ګټه پایته ورسیږي، ددې تفاهم نه دواړه پلونه باید یو شان ګټه پورته کړي.
د یادولو وړ ده چې ایران او پنځه + یو ډله تیره اوونۍ د سویس د لوزان په ښار کې د اټومي پروګرام په مسله کې سره په تفاهم ورسیدل چې دې تفاهم په ټوله نړۍ کې د پام وړ انعکاس وموند.
ایران ددې تفاهم په بدل کې په یو ځل پر دوی د لګول شوو ټولو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کوي خو امریکا بیا وايي چې بندیزونه به پړاو په پړاو لرې کړي.
تمه کیږي چې ایران او پنځه + یو ډله چې د ملګرو ملتونو د پنځو دایمي غړیو امریکا، فرانسې، چین، روسیې ، انګلستان او جرمني نه جوړه ده د جون د میاشتې په ۳۰ نیټه د وروستي تړون په خاطر سره راټول شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه