د جماعت اسلامي يو بل غړى هم پر اعدام محكوم شو.

په بنګله دېش كې د جماعت اسلامي د ګوند د سرمنشي مرستيال محمد قمر الزمان د اعدام سزا د عالي محكمې لخوا تاييد شوه.

228340

پر قمرالزمان تور لګول كيږي چې د ۱۹۷۱ كال په اوږدو كې د بنګله دېش د خپلواكۍ د مجادلې پرمهال د پاكستان په ملاتړ د يوې وسله والې ډلې غړيتوب درلود.
د قمر الزمان مدافع وكيلانو د ابتدايه محكمې لخوا د اعدام د سزا د ماتولو په موخه عالي محكمې ته مراجعه كړې وه. محكمې د نوموړي غوښتنه د دويم ځل لپاره رد كړه.
۶۲ كلن قمرالزمان په ۲۰۱۳ كال كې د ابتدايه محكمې لخوا پر اعدام محكوم شوى وو. نوموړي دوه ځله عالي محكمې ته مراجعه وكړه خو دواړه ځله يې غوښتنه د محكمې لخوا رد شوه.

پيوندونه:

اړوند خبرونه