د ږيري له امله د ۶ كاله بند سزا

په چين كې يوې محكمې ددې هېواد د سينګيانګ په مسلمان مېشته خودمختاره سيمه كې يو تن اويغوري مسلمانان د ږيرې د پرېښودلو له امله په شپږ كاله بند محكوم كړ.

288281
د ږيري له امله د ۶ كاله بند سزا

په چين كې يوې محكمې ددې هېواد د سينګيانګ په مسلمان مېشته خودمختاره سيمه كې يو تن اويغوري مسلمانان د ږيرې د پرېښودلو له امله په شپږ كاله بند محكوم كړ. محكمې د نوموړي مېرمنې ته بيا د حجاب له امله د دوه كلن بند سزا وركړه.
دا پېښه د كاشغر په ښار كې رامنځته شوې ده. محكمې د خپلې پرېكړې په تفصيل كې پدې كس تور لګولى دى چې د `` ږيرې په پرېښودلو سره يې نا آرامي رامنځته كړې ده.``
د چين د China Youth Daily د ورځپاڼې د خبر په اساس د كاشغر په سيمه كې محكوم شوي شخص د ۲۰۱۰ كال راهيسې ږيره پرې ايښې وه. مېرمنې يې هم د حجاب په اغوستلو پيل كړى وو. محكوم د پوليسو او نورو چارواكو د خبرداريو سره سره يې ږيره وه خرېيله نه كړه. په پاى كې د محكمې قضايي پلاوي لخوا په ۶ كلونو بند محكوم شو.
د چين قضايي سيستم په هېواد كې د ږيرې پرېښودل او د تور حجاب اغوستل كه څه هم منعه كړي نه دي خو د جرمونو سره د مرستندويه وسيلې په توګه يې متخلفينو ته سزا وركول كيږي. ددې ورځپاڼې د خبر له مخې په چين كې د تېر كال راهيسې د ږيرې د خېريولو او د حجاب د لرې كولو په موخه د حكومت لخوا پراخه كمپاينونو هم پيل شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه