د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د جومات ترڅنګ خونړیزه چاودنه وشوه
273570
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د ارام باغ په سیمه کې د یو جومات ترڅنګ د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې دوه تنه مړه او لس تنه نور ټپیان شوي دي . د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دا چاودنه په یو موټر سایکل کې د ځای په ځای شوو چاودیدونکو توکو سره شوې ده . ویل کیږي پدې چاودنه کې د دوو کیلوګرامه چاودیدونکو توکو نه کار اخیستل شوی دی .
د پیښې ټپیان په سیمه کې د برهاني په نامه یو روغتون ته انتقال کړی شوي دي . د چاودنې نه وروسته سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوه. چاودنه د جومات ترڅنګ شوې ده .
د چاودنې مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی . پولیسو په سیمه کې پراخه د پلټنې عملیات پیل کړي دي.
د پاکستان د سند ایالت لومړي وزیر قایم علي شاه نوموړی برید په کلکه توګه وغنده .