د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله حکومت او پوځ وګواښه

174522
د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله حکومت او پوځ وګواښه

د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله د یو ویدیويي فلم په خپرولو سره د پاکستان حکومت او اردو ته یو ځل بیا ګواښ وکړ.
د پاکستاني طالبانو مشر د انګلستان د میرور په نامه ویب پاڼې ته د یو ویدیويي فلم په لیږولو سره د پاکستان حکومت او اردو ته ګواښ کړی دی .
ملا فضل الله په یوې لس نیم دقیقي فلم کې د پاکستان حکومت او اردو ته ګواښونه کړي دي.
ملا فضل الله ویلي دي چې د پاکستان د پوځ پر خلاف به بریدونو ته دوام ورکړي. نوموړي ګواښ کړی چې د پاکستان په پوځ به داسې بریدونه وکړي چې د پیښور برید يی هیر شي.
نوموړي ویلي دي چې د پاکستان پوځ زموږ دښمن او موږ د پوځ دښمن یو. ملا فضل الله ګواښ کړی دی چې د پاکستان د پوځ په مرکزونو او هډو به لا درانده بریدونه وکړي. نوموړي ویلي دي چې د پاکستان د پوځ کارکوونکي او د هغوې بالغ بچیان زموږ دښمنانان دي. موږ چې هر چیرې د پوځ کارکوونکي او د هغوې بالغه بچیان ووینو په هغوی به بریدونه وکړو.
ملا فضل الله ویلي دي چې د پاکستان پوځ ټول مرکزونه او چوڼۍ ګانې موږ ته معلومې دي او زموږ هغوې ته. ملا فضل الله په پیښور د پوځیانو په ښوونځي د برید اړوند هم معلومات ورکړي دي .
د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله ویلي چې په ښوونځي د برید نه موخه د پاکستان حکومت او پوځ ته د خپلو شرطونو وړاندې کول وو. همداشان نوموړي په ښوونځي د یو زیات شمیر زده کوونکو د وژنې پړه په پاکستاني پوځ اچولې ده . ملا فضل الله ویلي چې برید کوونکو طالبانو یواځې په بالغه زده کوونکو چې عمرونه يي د ۱۸ کلونو نه لوړ وو برید کړی خو پاتې نور د پوځ په بریدونو کې وژل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې په پیښور کې په ښوونځي د برید له امله شاوخوا ۱۵۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو چې ډیری زده کوونکي ول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه