ايران: په ۵۰ ثانيو كې د امريكايي جنګي بېړيو د ډوبولو وړتيا لرو.

د ايران د انقلاب د ساتونكو بحري ځواكونو قوماندان جنرال علي فدوي وويل چې د بصرې په خليج كې د امريكا د متحدو ايالتونو د جنګي بيړيو د ډوبولو پوره وړتيا لري.

179154
ايران: په ۵۰ ثانيو كې د امريكايي جنګي بېړيو د ډوبولو وړتيا لرو.


فدوي يو ځل بيا امريكا ته خبردارى وركړ چې د بصرې له خليجه دې خپل بحري ځواكونه وباسي.
جنرال فدوي د ايران انګليسي ژبي دولتي ټلويزيون پرس ټي وي سره د مركې پرمهال وويل چې د بصرې او هرمز له خليجونو نه د امريكايي بحري ځواكونو شړل د ايران د بحري ځواكونو د لومړيتوبونو نه دي. فدوي څرګنده كړه چې ``په بحر كې د امريكايي جنګي بېړيود ډوبولو په موخه يې يو زيات شمېر نظامي مانورونه ترسره كړي دي چې ښايي ايراني بحري ځواكونه دې ته تيارى لري چې د امريكا يوه جنګي بېړۍ په ۵۰ ثانيو كې ډوبه كړي.``
جنرال فدوي په خليج كې د امريكا د متحدو ايالتونو تحت البحري ګانو ته هم په اشارې سره وويل چې ايران د اوبو لاندې د توغنديو د ويشتلو قابليت لري. پدې ډول كولاى شي چې د اوبو لاندې هدفونه هم وولي.
د يادولو وړ ده چې د امريكا د متحدو ايالتونو د بحري ځواكونو ۵مه فرقه د بحرين په هېواد كې هډه لري. ايران تل د منځني ختيځ او خليج په سيمه كې د امريكا د نظامي حضور نه خپله ناراحتي ښودلې ده.


پيوندونه:

اړوند خبرونه