ایران د پاکستان په خاوره کې د نظامي عملیاتو د ترسره کولو ګواښ وکړ

د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو د قومندان مرستیال جنرال حسین سلامي وویل که چیرې پاکستان د خپلو پولو امنیت خوندي نکړي په نوموړي هیواد کې به نظامي عملیات ترسره کړي.

160072
ایران د پاکستان په خاوره کې د نظامي عملیاتو د ترسره کولو ګواښ وکړ

 ایران د پاکستان په خاوره کې د نظامي عملیاتو د ترسره کولو ګواښ وکړ.
د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو د قومندان مرستیال جنرال حسین سلامي وویل که چیرې پاکستان د خپلو پولو امنیت خوندي نکړي په نوموړي هیواد کې به نظامي عملیات ترسره کړي.
د فارس د خبري اژانس د خبر له مخې د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو د قومندان مرستیال جنرال حسین سلامي په یوې خبري غونډه کې وویل چې د پاکستان د خاورې نه ایران ته د مخامخو ګواښونو د مخنیوي په خاطر پاکستان باید د خپلو پولو امنیت وساتي . که چیرې پاکستان د پولو امنیت تینګ نکړي ایران به د مخامخو ګواښونو د لمنځه وړو په خاطر د پاکستان په خاوره کې نظامي مداخله وکړي.
سلامي وویل چې د سیمې په اړه مو قوي استخبارات ترلاسه کړي دي ، ایران د خپلو مخالفینو د لمنځه وړو په خاطر که هر چیرې وي هلته مداخله کوي. حتا که په ګاونډیو هیوادونو کې هم پټ وي هلته ورځي او لازم ګامونه پورته کوي.
د یادولو وړ ده چې تیره اوونۍ د ایران او پاکستان په پوله کې د سیستان بلوچستان د ایالت د سیراوان په سیمه کې نامعلومو وسله والو کسانو د ایران په سرحدي ځواکونو برید وکړ او ۴ تنه يي ووژل .
ددې پیښې نه وروسته د ایران امنیتي ځواکونو د برید د څیړنې په موخه سیمې ته حرکت وکړ چې په لاره کې الوتکې سقوط وکړ او ۷ تنو نورو هم ژوند د لاسه ورکړ.
ددې پیښې نه وروسته ایران پاکستان ته د خپلو پولو د ساتلو په مسله کې خبرداری ورکړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه