په شمالي وزیرستان د ډرون په برید کې ۶ تنه مړه او ۱۱ تنه ټپیان شو

امریکايي ډرون الوتکو په تیرو ۳۶ ساعتونو کې په شمالي وزیرستان د دریم ځل لپاره بریدونه وکړل

150262
په شمالي وزیرستان د ډرون په برید کې ۶ تنه مړه او ۱۱ تنه ټپیان شو

په پاکستان د امریکا د ډرون الوتکو په برید کې ۶ تنه مړه او ۱۱ تنه ټپیان شول.
امریکايي ډرون الوتکو نن د پاکستان په شمالي وزیرستان سیمه کې شوال په وادي کې په یو کور دوه توغندي وتوغول. ویل کیږي دواړه توغندي په کور لګیدلي دي چې له امله يي ۶ تنه مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شول.
د پاکستان د شمالي وزیرستان د میر علي د ښار یو تن حکومتي چارواکي د برید پخلی کړی او ویلي دي چې په برید کې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . نوموړي چارواکي ویلي دي چې په تیرو ۳۶ ساعتونو کې دا دریم ځل دی چې امریکايي بیلوټه الوتکې په سیمه بریدونه کوي.
د بله پلوه د پاکستان اردو په سیمه کې د طالبانو پر خلاف عملیاتو ته دوام ورکوي.



پيوندونه:

اړوند خبرونه