د پاکستان د کوهاټ به ښار کې چاودنې ۶ تنه مړه او ۱۲ تنه ټپیان کړل

د پاکستان د کوهات ښار د پیښور چوک په سیمه کې د مساپروړنکې موټر ترڅنګ چاودنې له امله ۶ تنه مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شول.

149325
د پاکستان د کوهاټ به ښار کې چاودنې ۶ تنه مړه او ۱۲ تنه ټپیان کړل

د پاکستان د کوهات ښار د پیښور چوک په سیمه کې د مساپروړنکي موټر ترڅنګ چاودنې له امله ۶ تنه مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شول.
د سیمې د پولیسو په وینا نن د سهار په ساعتونو کې د پیښور چوک په سیمه کې د مساپروړنکي موټر ترڅنګ چاودنه وشوه چې له امله يي ۶ تنه مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شول.
د پولیسو په وینا د پیښې ټپیان سمدلاسه شاوخوا روغتونونو ته انتقال کړې شول.
په چاودنه کې د مساپرو موټر په کامله توګه ویجاړ شوی دی . پولیس وايي په ګمان سره چې پدې چاودنه کې د ۵ کیلو ګرامو چاودیدونکو توکو نه کار اخیستل شوی وي.
د پیښې نه وروسته سیمه د پولیسو لخوا محاصره شوه او د احتمالي نورو چاودنو په خاطر تدابیر ونیول شول. همداشان د پیښې د رامنځته کیدو نه وروسته د کوهاټ هنګو لویه لاره هم د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه. د چاودنې په اړه څیړنې پیل شوي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه