په پاکستان کې د حکومت پر خلاف پراخه مظاهرې دوام لري.

په لسګونو زره تنه مظاهره کوونکو د ولسي جرګې د ودانۍ په لورې لاریون وکړ.

96779
په پاکستان کې د حکومت پر خلاف پراخه مظاهرې دوام لري.

په پاکستان کې د حکومت پر خلاف پراخه مظاهرې دوام لري.
په لسګونو زره تنه مظاهره کوونکو د ولسي جرګې د ودانۍ په لورې لاریون وکړ.
د پاکستان د حکومت په لسګونو زره تنه مظاهره کوونکي چې د لومړي وزیر نواز شریف استعفا غواړي د ولسي جرګې په لورې لاریون پیل کړ.
د پاکستان امنیتي ځواکونو چې په اسلام آباد کې د مهمې سیمې په نامه سیمه چې د ولسي جرګې ، ولسمشرۍ ماڼۍ ، صدارات او ډیر بهرني سفارتخانې پکې شتون لري لویې لارې په کانټینرانو بندې کړې وې چې د مظاهره کوونکو لخوا کانټینران د لارو لرې کړې شول. د بله پلوه ویل کیږي پولیسو په مظاهره کوونکو د هر ډول مداخلې نه ډډه کړې ده .
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند او د پاکستان دخلکو د غورځنګ او قران د لارې د حرکت د ګوند په لسګونو زرو تنو پلویانو د نواز شریف پر خلاف شعارونه ورکول او د هغه د استعفا غوښتنه يي کوله. ویل کیږي په وروستیو په مظاهرو کې کومه نښته هم نده شوې. په مظاهرو کې ښځو او ماشومانو هم ګډون کړی دی .
د بله پلوه د پاکستان د صدارت د ماڼۍ امنیت د اردو لخوا نیول شوی دی .
د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان ګواښ کړی دی که چیرې نواز شریف د ۴۸ ساعتونو په دننه کې استعفا ورنکړي د صدارت په ودانۍ به ننوځي.
عمران خان د تیر کال په ټولټاکنو کې د نواز شریف د ګوند لخوا د پراخو درغلیو د ترسره کیدو ادعا کوي او د همدې امله د حکومت پر خلاف مظاهرې کوي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه