په فضايي چارو كې د هندوستان لوى برى.

د هندوستان هېواد په لومړي ځل داسې توغندى فضا ته وتوغولو چې پينځه سپوږمكۍ لري.

111895
په فضايي چارو كې د هندوستان لوى برى.

په فضايي چارو كې د هندوستان لوى برى.
د هندوستان هېواد په لومړي ځل داسې توغندى فضا ته وتوغولو چې پينځه سپوږمكۍ لري.
د هندوستان د فضايي چارو چارواكو څرګنده كړه چې دې توغندي د كاناډا دوه او د انګلستان، فرانسې او سينګاپور د هېوادونو يوه – يوه سپوږمكۍ فضا ته ولېږدولې. دا توغندى د اندرا پرادېش د سيمې نه فضا ته وتوغول شو.
تمه كيږي چې سپوږمكۍ به د ځمكې په مدار كې په بېلابېلو علمي څېړنو كې برخه واخلي. د نوموړي هېواد لومړي وزير نارېندرا مودي وويل چې په فضايي چارو كې پرمختګ يې لومړيتوب دى.
فضا ته د توغنديو توغول چې هر كال په ميلياردونو ډالره ګټه لري نړيوال بازار يې د امريكا د متحدو ايالتونو، فرانسې او روسيې په لاس كې دى. شنونكي وايي چې هندوستان به په راتلونكې كې نه يواځې د توغنديو د توغولو په برخه كې بلكې د فضايي څېړنو په برخه كې هم پوره پرمختګ وكړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه