ایران یو تن د جاسوسۍ په تور اعدام کړ

په ایران کې غلام رضا خسروي چې د جاسوسۍ په تور تورن وو نن په اعدام کړی شو.

79152
ایران یو تن د جاسوسۍ په تور اعدام کړ

په ایران کې غلام رضا خسروي چې د جاسوسۍ په تور تورن وو نن په اعدام کړی شو.
غلام رضا خسروي د هیواد د عسکري تاسیساتو د عسکونو د اخیستو، د مجاهدین خلق سازمان ته د پلویانو او سرتیرو په راټولو او یاد شوي سازمان سره د مالي مرستې په تور په ۲۰۰۷ کال کې ونیول شو.
غلام رضا خسروي په ۲۰۱۰ کال کې د اعدام په سزا محکوم شو چې د نوموړي د مدافع وکیل دعوا د تمیض محکمې ته انتقال کړه . د تمیض محکمې هم غلام رضا خسروي ته ورکړل شوې سزا تایید کړه.
د بله پلوه د بښنې نړۍوال سازمان د غلام رضا خسروي محاکمه غیرعادلانه وبلله او په ایران يي په محاکمې د بیا غور کولو غږ وکړ.
د بښنې نړۍوال سازمان وايي چې ایران په نړۍ کې د چین نه وروسته دویم هیواد دی چې تر ټولو زیات پکې د اعدام حکومه صادر شوي دي .
د سازمان د څرګندونو له مخې په ایران کې د روان کال د پیل راهیسې ۱۵۱ تنه اعدام شوي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه