د شرم لوحه!
د اسپانيا د بارسلونا په ښار كې داسې يوه الكترونيكي لوحه نصب شوې ده چې ليدونكې يې په ريښتيا هم د شرم احساس كوي.
پدې لوحې ليكل شوې شمېرې ېواځې شمېرې نه دي. د هغه كډوالو شمېره ده اروپا ته د ورتګ پر مهال د مديترانې په سمندر كې ډوب شوي دي. پدې سمندر كې د ډوب شوي هرانسان د خبر د راتګ سره سم يوه شمېره زياتيږي.
يواځې د سږني ميلادي كال په لومړيو ۷ مياشتو كې ۳۰۳۴ تنه كډوال وژل شوي دي چې د هرې ورځې په تېرېدلو سره دا شمېره زياتيږي.
دا ابتكار د بارسلونا د ښاروالۍ لخوا شوې دى چې تر څو ناقانونه كډوالۍ ته د خلكو او چارواكو پاملرنه جلب كړي. د ښار ښاروالې ادا كولاو پدې اړه وويل چې دا د `شرم لوحه` ده. د نوموړې په وينا `` هلته ليكل شوې اعداد يواځې اعداد نه دي. دا هر يو يو انسان دى. ``
د كډوالو د نړيوال سازمان د يو راپور له مخې د ۲۰۱۶م كال په لومړۍ نيمايي كې د مديترانې د سمندر له لارې ۲۳۸ زره ناقانونه كډوال اروپا ته تللي دي. د ۲۰۱۵م كال راهيسې د ټولو كډوالو شمېره تر ۱ ميليون كسانو لوړه شوې ده.