نيوكې او د تركيې سخت غبرګون

په تركيه كې د نورو اسلامي هېوادونو بر خلاف كوچنى اختر يوه ورځ وړاندې ولمانځل وشو. پدې اړه يو شمېر كسانو د د نيوكو تر څنګ پر تركيې تور ولګولو چې يوه روژه يې خوړلې او د اختر په اړه د سعودي عربستان په پرېكړه يې سترګې پټې كړي دي.

525022
نيوكې او د تركيې سخت غبرګون

 

په تركيه كې د نورو اسلامي هېوادونو بر خلاف كوچنى اختر يوه ورځ وړاندې ولمانځل وشو. پدې اړه يو شمېر كسانو د د نيوكو تر څنګ پر تركيې تور ولګولو چې يوه روژه يې خوړلې او د اختر په اړه د سعودي عربستان په پرېكړه يې سترګې پټې كړي دي.

د تركيې د ديني چارو ريس پروفيسور دوكتور محمد ګورمز د پورتنيو نيوكو پر وړاندې د سخت غبرګون په ښودلو سره څرګنده كړه چې `` كعبه يواځې د مسلمانانو قبله ده، د هغوى د عبادت د وخت د ټاكلو ځاى نه دى. هغه څه چې د مسلمانانو د عبادت وخت ټاكي هغه په اسمان كې سپوږمۍ ده نه كعبه.``

ګورمز چې د اناتوليا د آژانس سره خبرې كولې وويل چې `` سپوږمۍ او آسمان د الله ج د قدرت نښانې دي. هغه هېواد چې په كې د كعبې او مسجد نبوي په څېر سپېڅلي مكانونه ځاى لري او د حج د فريضي د ادا كولو انحصار يې په لاس كې دى نشي كولاى چې په آسمان كې الهى قوانينو ته بدلون وركړي.

ګورمز د اسلامي هېوادونو ترمېنځ د اخترونو د ورځو د ټاكلو پر سر د اختلافونو له امله خواشيني څرګنده كړه چې په اسلامي نړۍ كې ددې ستونزې د اواري لپاره د يو واحد شرعي تقويم د رامنځته كولو ضروري دي. د نوموړي په وينا تر اوسه پورې د موضوع اړوند ۷ نړيوالې بېلابېلې كنګرې جوړې شوي دي چې د اسلامي نړۍ يو زيات شمېر علماوو په كې ګډون كړى دى.

د تركيې د ديني چارو ريس د ستونزې د آواري په موخه وويل چې `` بايد  د دوو مهمو اساساتو په اړه علما اتفاد وكړي. لومړى په غير مسلح سترګو باندې د هلال د ليدنې تر څنګ د نجمومو د علم پر اساس هم بايد محاسبه وشي. دويم دا چې د هلال ليدنه دې د يو ځانګړي هېواد له انحصاره وويستل شي. كه چېرې په يو ښار يا يو هېواد كې هلال وليدل شي نو بايد د ټولو اسلامي هېوادونو لپاره دې د اعتبار وړ وي. تر څو پورې چې ددې دواړو اساساتو پر سر اسلامي نړۍ اتفاق نه وي كړى او يو واحد شرعي تقويم نه وي رامنځته شوى اسلامي نړۍ نشي كولاى چې په يوې مشخصې ورځ اخترونه ولمانځي.``


پيوندونه: #اختر , #هلال , #ګورمز , #قبله

اړوند خبرونه